افغانانودامام حسین (ع)له پاڅون په بیلګې سره امریکاپرضد جهاد وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i136144
د هرات د اهل سنتو عالم عبدالناصر فاکرپه هغو دستوروکې چی د هرات په جبرییل سیمه کې ترسره شوې د حضرت امام حسین علیه السلام د شخصیت او پاڅون په اړه وویل دغه پاڅون اسلامی امت ته د انسانیت اوځوان مردۍ درس ورکړی دی .
(last modified 2023-07-24T13:00:52+00:00 )
Jul 24, 2023 13:03 Asia/Kabul
  • افغانانودامام حسین (ع)له پاڅون په بیلګې سره امریکاپرضد جهاد وکړ

د هرات د اهل سنتو عالم عبدالناصر فاکرپه هغو دستوروکې چی د هرات په جبرییل سیمه کې ترسره شوې د حضرت امام حسین علیه السلام د شخصیت او پاڅون په اړه وویل دغه پاڅون اسلامی امت ته د انسانیت اوځوان مردۍ درس ورکړی دی .

د تسنیم خبری اژانس له راپور سره سم د اهل سنتو یوشمیر لوړرتبه عالمانو په هرات کې د محرم ورځو د ویر په دستوروکې په شتون سره ټینګار وکړ د افغانستان خلکو د امام حسین (ع)له پاڅون په بیلګې سره امریکاپرضدجهاد وکړ .

د هرات د اهل سنتو عالم عبدالناصر فاکرپه هغو دستوروکې چی  د هرات په جبرییل سیمه کې ترسره شوې د حضرت امام حسین علیه السلام د شخصیت او پاڅون په اړه وویل دغه پاڅون اسلامی امت ته د انسانیت اوځوان مردۍ درس ورکړی دی .

دغه افغان عالم وویل خلکو ولیدل چی امام حسین ع د هغه وخت دډیرو جابرو انسانانو په وړاندی په هماغه لږو عسکرو سره مقاومت وکړ او شهید شو .

فاکر وویل د افغانستان خلکو د امام حسین ع له پاڅون په بیلګه اخیستلو سره د کفری نړۍ سترو قدرتونو امریکا او ناټو په وړاندی مقاومت اوجهاد وکړ .

د یادولو ده هغه مهم ټکی چی په افغانستان کې د محرم په پیل سره لیدل کیږی د امام حسین علیه السلام په ویر کې د شیعیانو او اهل سنتو ترمینځ وحدت دی .