د طالبانو دیارلس امنیتي ځواکونه نیول شوي دي
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو دیارلس امنیتي ځواکونه په هیواد کښې له حسیني عزادارو سره د نامناسب چلند په دلیل ونیول شول.
د افغانستان رسنیو پرون وویل طالبانو خپل دیارلس امنیتي ځواکونه چې له قانون څخه یې سرغړونه کړي ده او د محرم په ورځو کښې یې د هیواد په ځینو سیمو کښې د شیعه مسلمانانو لپاره یوشمیر مشکلات رامینځته کړي وو د خلکو په شکایت او غوښتنه باندې نیول شوي دي.
په افغانستان کښې د روان کال د محرم د لومړۍ لسیزې د ویر او ماتم مراسم په ډیرو ولایتونو او ښارونو کښې د خلکو په تیره بیا د ځوانانو په پراخ ګډون سره ترسره شول.
په کابل ، قندهار، مزارشریف ، هرات ، هلمند او سرپل ولایتونو کښې په ډیر پرتم سره د ماتم مراسم وشول او د طالبانو د حکومت امنیتي ځواکونو څرنګه چې مخکې یې ویلي وو د ماتم د مراسمو نسبي امنیت تامین کړی و.
سره له دې د افغانستان په غزني ولایت کښې د عاشورا په ورځ د طالبانو د امنیتي ځواکونو ډزو چې دوه ماشومان پکښې وژل شوي دي یوشمیر نیوکې رامینځته کړي دي او په غزني ولایت کښې د طالبانو امنیتي چارواکو هم په رامینځته شوي پیښې باندې د خواشینۍ په څرګندولو سره ویلي دي د پیښې د اړخونو د روښانه کیدا لپاره به حقیقت معلومونکي کمیټه جوړه کړي.
په کابل او بامیانو ولایتونو کښې هم د طالبانو لوړرتبه چارواکو د حسیني ماتمیانو په غونډو کښې ګډون وکړ او هلته یې ویناوې وکړې.
د طالبانو د لومړي وزیر دفتر په یوې بیانیې کښې د امنیتي مسائیلو په رعایتولو کښې له امنیتي ځواکونو سره د افغانستان د خلکو د ملګرتیا قدرونه کړي ده او په هیواد کښې په مذهبي حقوقو یې ټینګار کړی دی.