Aug 07, 2023 05:07 Asia/Kabul
  •  استادانو د نجونو په زده کړې د بندیز د ختمیدا غوښتنه وکړه

تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی د ننګرهار ولایت د پوهنتونونو یوشمیر استادانو د طالبانو د حکومت له کورنیو چارو وزیر سره په کتنه کښې د انجلیو په زده کړې د بندیز د ختمیدا غوښتنه وکړه.

طالبانو ډلې د ۲۰۲۱ میلادي کال په اګست میاشت کښې واک ته له بیا رسیدا وروسته د ښځو په کارونو باندې د بندیز د لګولو په ترڅ کښې له شپږم ټولګي څخه د بره انجلیو زده کونکو لپاره په زده کړې باندې بندیز لګولی دی.

طالبانو دغه راز د انجلیو محصیلینو په زده کړې هم بندیز لګولی دی او د طالبانو دغو اقداماتو داخلي او خارجي غبرګونونه راپارولي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ننګرهار ته په سفر او د پوهنتونونو له یوشمیر استادانو، علماو، قبایلي مشرانو او خیرینو سره په کتنې کښې وویل حکومت د ټولو مشکلاتو او د نیمګړتیاو د ختمولو کوشش کوي.

په دغه کتنې کښې د خراسان د خصوصي پوهنتون  مشر احمد طارق د خصوصي پوهنتونونو په استازي توب د انجلیو او د ښځو په زده کړې د بندیز د ختمولو پرضرورت ټینګار وکړ.

احمد طارق وویل د افغانستان خلک باید مجبوره نشي چې خپلې انجلۍ او ښځې د زده کړې لپاره نورو هیوادونو ته واستوي داسې ځایونه چې مونږ د چاپیریل په طراحۍ او رامینځته کولو کښې هیڅ رول نلرو.

د ننګرهار یوه قبایلي مشر فریدون مومند وویل ملت باید ځان په حکومت کښې وویني او ملت په خپل مسوولیت عمل کړی دی او اوس وخت دی چې حکومت په خپل مسوولیت په تیره بیا د ښځو او د انجلیو د زده کړې په هکله په خپل مسوولیت عمل وکړي.

 

ټیګونه