روسیې په افغانستان کې پانګونې ته چمتوالی وښود
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i136892-روسیې_په_افغانستان_کې_پانګونې_ته_چمتوالی_وښود
د افغانستان د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د روسیې د سوداګرۍ پلاوي په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د چمتوالي ډاډ ښودلی.
(last modified 2023-08-09T04:26:33+00:00 )
Aug 09, 2023 08:54 Asia/Kabul
  • روسیې په افغانستان کې پانګونې ته چمتوالی وښود

د افغانستان د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د روسیې د سوداګرۍ پلاوي په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د چمتوالي ډاډ ښودلی.

د افغانستان د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د روسیې د سوداګرۍ پلاوي په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د چمتوالي ډاډ ښودلی.

د دغه وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرسیتال مولوي قدرت الله جمال د روسیې څخه افغانستان ته تللي د سوداګرو پلاوي سره لیده کاته او خبرې اترې ترسره کړي.

د دغه پلاوي مشر الګ کندي یوویچ ویلي چې هېواد یې چمتو دی چې د عام المنفعه، برېښنا او کرهنې برخه کې په افغانستان کې د پروژو د تطبیق په برخه کې پانګونه وکړي.

نوموړي دغه راز وړاندیز کړی چې د سوداګرو لپاره د سهولتونو د رامنځته کېدو په موخه دې په دواړو هېوادونو کې ګډې سوداګریزې استازولۍ جوړي شي، ترڅو د تولیداتو صادراتو برخه کې ورسره مرسته وشي.