د افغانستان په وړاندې د چین بهرنې سیاست مثبت دی
-
فایل فوټو
د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر، د دې هیواد په وړاندې د چین خارجه سیاست مثبت وباله.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر «امیرخان متقي» پرون په کابل کښې د چین د سفیر «وانگ یو » په کتنه کښې وویل: په تیرو دوو کالو کښې د افغانستان په وړاندې د بیجنګ د حکومت خارجه سیاست تل مثبت پاتې شوی دی او هیله ده چې دوام ومومي.
امیر خان متقي په دغه ملاقات کښې په کابل کښې د چین د سفیر قدرونه وکړه چې په افغانستان کښې یې د وروستیو سیاسي بدلونونو په دوران کښې خپل سفارتي ماموریت فعال ساتلی دی.
په دغه ملاقات کښې دواړو لورو همداشان په تیرو دوو کلونو کښې د افغانستان او چین د اړیکو، په افغانستان کښې د چین د پانګونې او په راتلونکي کښې د کابل او بیجنګ د اړیکو د پراختیا په هکله خبرې اترې وکړې.
په کابل کښې د چین سفیر ټینګار وکړ: بیجنګ ژمن دی چې له کابل سره ډیپلماټیکې اړیکې زیاتې کړي.
چین له هغو هیوادونو څخه دی چې په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنیدو وروسته ورسره خپلې اړیکې وساتي او پراخې یې کړي.
چین هم داشان په دې وروستیو دوو کالو کښې د افغانستان د طالبانو له حکومت سره د سرو زرو، سکرو ډبرو او تیلو د استخراج په ډګر کښې څو ستر تړونونه لاسلیک کړي دي.