د چین هووای شرکت سره د افغان طالبانو همکاري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137186-د_چین_هووای_شرکت_سره_د_افغان_طالبانو_همکاري
د افغانستان د طالبانو حکومت له چینايي کمپنۍ Huawei سره همکاري کوي.
(last modified 2023-08-15T07:45:14+00:00 )
Aug 15, 2023 12:13 Asia/Kabul
  • د چین هووای شرکت سره د افغان طالبانو همکاري

د افغانستان د طالبانو حکومت له چینايي کمپنۍ Huawei سره همکاري کوي.

د افغانستان د طالبانو حکومت له چینايي کمپنۍ Huawei سره همکاري کوي.

چین یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې واک ته د طالبانو له رسیدو یې له افغانستان سره اړیکې ډیري شوي دي او په تېرو دوو کلونو کې له افغان طالبانو سره د سرو زرو، ډبرو سکرو او تېلو د استخراج په برخه کې ګڼ لوی تړونونه هم لاسلیک کړي دي.

د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزارت د امنیتي چارو استازي مولوي عبدالله مختار د چینایي کمپنۍ Huawei له استازو سره کتنه کړې.

د ایرنا د راپور له مخې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزارت له رسمی ټویټر پاڼې څخه د سه شنبې په ورځ د دوی د کورنیو چارو د وزارت د امنیتی استازی مولوی عبدالله مختار او Huawei په نوم د چینایي شرکت د استازو ترمنځ د لیدنې خبر ورکړی چې پر مهال یې د ټکنالورۍ او یو شمېر نورو پروژو په اړه خبري کړي.

په کابل کې د دې لیدنې پر مهال مولوي عبدالله مختار ویلي، په پام کې لري چې د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې پرمختللي کمرې نصب کړ او دغه پروژه په ښه کیفیت او مناسبت قیمت تطبیق کړو.

نوموړي په افغانستان کې د یاد شرکت د فعالیت څخه د ستاینې ترڅنګ ډاډ ورکړی چې د امنیت په تامین کې به یې همکاري وکړي.

د چین د هووای شرکت مشر له طالبانو سره د ښو اړیکو د ستاینې په ترڅ کې وویل: موږ ژمن یو چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر څارنې لاندې کار وکړو.