طالبان: له ایران سره د حق آبه مسئله په خبرواترو حل کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137354-طالبان_له_ایران_سره_د_حق_آبه_مسئله_په_خبرواترو_حل_کیږي
عبدالکبیر څرګنده کړه: طالبان غواړي چې له ایران سره د هیرمند د اوبو د حق په سر موجوده ستونزه د خبرواترو له لارې هواره کړي
(last modified 2023-08-19T20:58:43+00:00 )
Aug 20, 2023 01:26 Asia/Kabul
  • طالبان: له ایران سره د حق آبه مسئله په خبرواترو حل کیږي

عبدالکبیر څرګنده کړه: طالبان غواړي چې له ایران سره د هیرمند د اوبو د حق په سر موجوده ستونزه د خبرواترو له لارې هواره کړي

د طالبانو د وزیراعظم سیاسي مرستیال د افغانستان د خپلواکۍ د کلیزې په دستورو کښې وویل: له ایران سره د خبرواترو له لارې د حقآبه د ستونزو هواري د طالبانو د حکومت ښه سیاست او تعامل ثابت کړ.

د فارس خبري آژانس په لیکنه، د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان د خپلواکۍ د کلیزې په مراسمو کښې وویل: له ایران سره د خبرواترو له لارې د اوبو د حق د ستونزې حل، د اسلامي امارت ښه سیاست او تعامل ثابت کړ.

عبدالکبیر څرګنده کړه: طالبان غواړي چې له ایران سره د هیرمند د اوبو د حق په سر موجوده ستونزه د خبرواترو له لارې هواره کړي.

دا په داسې حال کښې دي چې په کابل کښې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي ویلي وو چې د هیواد د اوبو د حق د ستونزې د هواري په موخه ایراني کارپوهانو په اول ځل، د هیرمند د سیند او د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ کتنه کړې ده.