په کندوز کې د کانګو ناروغۍ درې تنه وژلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137384-په_کندوز_کې_د_کانګو_ناروغۍ_درې_تنه_وژلي_دي
په همدې حال کې د دغه ولايت قصابان وايي چې د دې ناروغۍ د خپرېدو له امله يې پلور کم شوى او خلک د څارويو د غوښې له کارولو وېره لري.
(last modified 2023-08-20T06:04:27+00:00 )
Aug 20, 2023 10:32 Asia/Kabul
  • په کندوز کې د کانګو ناروغۍ درې تنه وژلي دي

په همدې حال کې د دغه ولايت قصابان وايي چې د دې ناروغۍ د خپرېدو له امله يې پلور کم شوى او خلک د څارويو د غوښې له کارولو وېره لري.

د افغانستان د کندوز د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، په روان کال کې د کانګو ناروغۍ ۲۸ پېښې ثبت شوي، چې له ډلې یې درې تنه مړه شوي دي.

افغان غږ خبری آژانس راپور ورکوی   د کندز د عامې روغتیا رییس وايي چې د دغه ولایت په تخصصي روغتون کې یې د کانګو ناروغۍ د درملنې لپاره ځانګړې څانګه فعاله کړې او اوس په کندز کې د کانګو ناروغانو درملنه کیږي.

په همدې حال کې د دغه ولايت قصابان وايي چې د دې ناروغۍ د خپرېدو له امله يې پلور کم شوى او خلک د څارويو د غوښې له کارولو وېره لري.

 د چرګانو د غوښې پلورونکي وايي چې په دې وروستیو کې په کندز کې د چرګانو د غوښې د پېرلو او کارولو بازار ډېر شوی دی.

خو ډاکټران وايي، د حیواناتو د مسلکي ذبحې او له هغوی سره د تماس په صورت کې د کانګو تبې د خپرېدو مخه نیول کېدای شي.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د کانګو ناروغي ډېره شوې ده.