طالبانو اماراتو ته د زده کړو لپاره د تلونکو لسګونه نجونو د سفر مخنیوی کړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137534-طالبانو_اماراتو_ته_د_زده_کړو_لپاره_د_تلونکو_لسګونه_نجونو_د_سفر_مخنیوی_کړی
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دی ویلي، خو له دې وړاندې يې هم د یو شمېر نجونو او ښځو د یوازې سفر مخنیوی کړی او ویلي، چې دوی محرم نه درلود.
(last modified 2023-08-24T02:17:29+00:00 )
Aug 24, 2023 06:45 Asia/Kabul
  • طالبانو اماراتو ته د زده کړو لپاره د تلونکو لسګونه نجونو د سفر مخنیوی کړی

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دی ویلي، خو له دې وړاندې يې هم د یو شمېر نجونو او ښځو د یوازې سفر مخنیوی کړی او ویلي، چې دوی محرم نه درلود.

د اماراتو یو سوادګر او د الحبتور ګروپ بنسټ ګر خلف احمد الحبتور ویلي، چې په  کابل کې طالبانو لسګونه هغه افغان محصلانې د اماراتو له سفره ګرځولي، چې د ده په هڅو هغلته د زده کړو لپاره تلې.

هغه زیاتوي، چې د طالبانو دغه اقدام سخت نهیلی کړی.

الحبتور ویلي، د دوبۍ د پوهنتون په مرسته يې دغو نجونو ته تحصیلي بورسیې برابر کړې وې.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دی ویلي، خو له دې وړاندې يې هم د یو شمېر نجونو او ښځو د یوازې سفر مخنیوی کړی او ویلي، چې دوی محرم نه درلود.

د طالبانو له واکمنیدو سره شاوخوا ۲ نیم میلیون نجونې له زده کړو محرومې شوي، چې له امله یې دوی په نړیواله او ملي کچه سختو نیوکو سره مخ دي.

طالبانو د ژوند په نورو برخو کې هم پر ښځو او نجونو بندیزونه لګولي.