Aug 26, 2023 10:02 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړی یوه عرب سوداګر چې دوبۍ کې یې لسګونو افغان نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده، منلې چې د طالبانو د بندیز سربېره هم درې نجونې دوبۍ ته رسېدلي دي.

هغه هیله څرګنده کړې ده، چې نورې محصلینې هم له دوی سره یو ځای شي.

د عربي متحده اماراتو سوداګر او د الحبتور ټولنې مشر خلف بن احمد الحبتور ويلي، د هغو سلو محصلو نجونو له ډلې درې یې دوبۍ ته رسېدلي، چې ده ورته د دوبۍ په یوه پوهنتون کې د زده کړو زمینه برابره کړې ده.

هغه په يوې ویډیو کې چې پر ټويټر خپره شوې ویلي، چې سلو افغان نجونو ته یې په دوبۍ کې د زده کړو موقع برابره کړې ده.

تر دې وړاندې د الحبتور ګروپ مشر میلیاردر خلف بن احمد الحبتور ادعا کړې وه چې د طالبانو حکومت هغه سل نجونې چې غوښتل یې په دوبۍ پوهنتون کې د زده‌کړو لپاره سفر وکړي، له هوايي ډګره بېرته ګرځولي دي.

په ټولنيزو رسنيو کې ځينو ميرمنو په دې اړه غبرګونونه ښودلي او ويلي دي نړيواله ټولنه دې پر طالبانو فشار راوړي چې د ښځو په وړاندې محدوديتونه لغوه کړي.

د ښځو د حقونو فعاله مېرمن پرستو باوري په دې اړه داسې وايي.

طالبانو په خپلې تېرې دوه کلنې واکمنۍ کې پر افغان نجونو او مېرمنو يو لړ محدوديتونه لګولي دي او دوی يې له کار او تعليم څخه منع کړي دي.

خو داچې آيا په رښتيا طالبانو يو شمېر نجونې دوبۍ ته له تګ څخه راګرځولي او کنه په دې اړه د سرپرست حکومت وياندويانو رسماً څه ندي ويلي.

ویل کیږي چې طالبانو ځینې انجلۍ له الوتکو څخه هم راکوزې کړي دي او هغوې یې دوبۍ ته تلو ته نه دي پریښودلي.

 

ټیګونه