ایران د اوبو د حق په هکله د هیرمند د تړون په اجرا ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137652-ایران_د_اوبو_د_حق_په_هکله_د_هیرمند_د_تړون_په_اجرا_ټینګار_وکړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان افغانستان ته د ایران د فني پلاوي وروستي سفر ته په پام سره د هیرمند د تړون په اجرا کیدا ټينګار وکړ.
(last modified 2023-08-27T03:00:46+00:00 )
Aug 27, 2023 03:46 Asia/Kabul
  • ایران د اوبو د حق په هکله د هیرمند د تړون په اجرا ټینګار وکړ

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان افغانستان ته د ایران د فني پلاوي وروستي سفر ته په پام سره د هیرمند د تړون په اجرا کیدا ټينګار وکړ.

هغه د افغانستان د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره په ټيلي فوني تماس کښې له هیرمند سیند څخه د ایران د حقابه یعني د اوبو په حق باندې د بیا ټینګار په ترڅ کښې وویل د هیرمند د نولس سوه دوه اویایم میلادي کال د تړون پراساس له افغانستانه د ایران د فني پلاوي وروستۍ کتنه مرسته کوي چې ډیر شفافیت ووینو.

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په دوام کښې په افغانستان کښې د ایران د خبریال ازادیدا ته په اشارې سره د ځینو مخکنیو مطرح شویو موضوعګانو د حل کیدا غوښتنه وکړه.

هغه ټينګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت تل د افغانستان او د دغه هیواد د ښو خلکو د خیر غوښتونکی دی.

حسین امیر عبداللهیان دغه راز په ایران کښې د افغانستان د ښاریزو پراخ شتون ته په اشارې سره وویل تهران د افغانستان د خلکو د ثبات ، د امنیت او د هوساینې په لړ کښې د افغانستان په داخل کښې د  ټولو  لورو په ملګرتیا ټینګار لري.

د طالبانو د  حکومت د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي هم په دغو خبرو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د مننې او د قدرونې په ترڅ کښې وویل د ځینو مشکلاتو د حل کولو لپاره هڅې روانې دي.

امیر خان متقي دغه راز کابل ته د سفر لپاره د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان ته د بلنې ورکولو په ترڅ کښې د تهران او  کابل اړیکې د ورورګلوۍ او د ګاونډیتوب پراساس وبللې.