ننګرهار کې په لومړي ځل د ماشومانو لپاره کتابتون پرانستل شو جزیات دلته لرو
زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو چارواکي وایي په دې کتابتون کې ماشومانوته پر مطالعې سربیره د زده کړو او تفریح زمینه هم برابره شویده.
د ماشومانو لپاره دا ځانګړې کتابتون د اطلاعاتو او کلتور ریاست په ودانۍ کې د جاپان هیواد په ۱۳۵۰۰۰ ډالرو مرسته په پاخه او اساسي ډول جوړ شویدی.
د ننګرهار مرستیال والي مولوي سعید احمد بنوري د دې کتابتون د پرانستې پرمهال د ځوان نسل پر زده کړو ټینګار وکړ او ویې ویل زده کړه په هیواد کې د پرمختګونو د رامنځته کیدو لامل کیږي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر مولوي صدیق الله قریشي وایي دا کتابتون به د عامه کتابتون په څیر د ماشومانو پر مخ پرانستی وي. هغه وایي په کتابتون کې ماشومانو ته د مطالعې د زمینې پر برابریدو سربیره کم عمره ماشومانو ته د لیک لوست او تفریح زمینه هم برابره شویده.
مولوي صدیق الله قریشي وایي کتابتون به ماشومان زده کړو او مطالعې ته وهڅوي او د هغوې په افکارو کې به د مثبت بدلون لامل وګرځي.
ننګرهار چې د علم او ادب پر ټاټوبي پیژندل کیږي دا مهال پکې په دولتي کچه یو ستر عامه کتابتون فعالیت کوي خو تر څنګ یې د خصوصي سکتور له لورې لسګونه کتاب پلورنځي هم پرانستې دي چې د کتاب او مطاالعې د مینه والو تنده یې خړوبه کړې ده.
ځینې د نظر خاوندان وایي که د ماشومانو لپاره د کتابتون جوړیدو تر څنګ د هغوې د ځانګړو ادبیاتو لپاره هم کار وشي دا به د ماشومانو په سالمه روزنه کې مهم رول ولوبوي.