د چین شارډز افیر د افغانستان حالات ښه وبلل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137820-د_چین_شارډز_افیر_د_افغانستان_حالات_ښه_وبلل
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی په افغانستان کښې د چین شارډز افیر ژائو هاین» د هیواد په اوسنیو حالاتو غور وکړ.
(last modified 2023-08-31T00:29:44+00:00 )
Aug 31, 2023 04:56 Asia/Kabul
  • د چین شارډز افیر د افغانستان حالات ښه وبلل

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی په افغانستان کښې د چین شارډز افیر ژائو هاین» د هیواد په اوسنیو حالاتو غور وکړ.

هغه په دې خبرې سره چې په افغانستان کښې د طالبانو حکومت د اقتصادي پراختیا ، د فساد د جرړه د ایستلو ، په نشه ئیزو موادو د بندیز او د خلکو د اقتصاد د ښه کولو او د ټولنیز امنیت د تامینولو په شان برخو کښې عملي اقدامات ترسره کړي دي وویل نړیواله ټولنه باید په دې هکله یوه منصفانه او عیني جاجونه وړاندې کړي.

په کابل کښې د چین شارډز افیر ژائو هاین له ګلوبل ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کښې وویل د افغانستان حالات سوکه سوکه د ښه کیدا په حال کښې دي ، اقتصادي او ټولنیزه پراختیا سوکه سوکه د ودې په حال کښې ده او د بهرنيو اسعارو(ډالرو) بیې ثابتې شوي دي او ځینې بیخ بنايي پروژې، او اوبو او انرژۍ ته اړونده پروژې په فعال ډول د پرمختګ په حال کښې دي او له ګاونډیو هیوادونو سره تجارت په دوامداره توګه د پراختیا په حال کښې دی.

هغه د افغانستان په هکله د رسنیو پروپاګنډو ته په اشارې سره وویل د ځینو لویدیځو رسنیو په راپورونو کښې داسې ښکاري چې افغانستان د اقتصادي دړې وړې کیدا په درشل کښې دی او په ټول هیواد کښې خلک له لوږې مري خو که چیرې څوک د افغانستان لوی ښارونه وویني نو حقیقت کاملا بل څه دی.