افغان عالمان له ګاونډیانو سره د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کوي
افغان عالمانو د کابل په غونډه کې له ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
د افغانستان لسګونو دیني عالمانو پرون چهارشنبه په پلازمېنه کابل کې د افغان حکومت په کوربه توب په یوه غونډه کې په یوه پرېکړه لیک کې له طالبانو وغوښتل چې له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره خپلې اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.
په دغه پریکړه لیک کې چې د چهارشنبې په ماښام د افغان طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا خپور شو، راغلي د افغانستان دولت د خپل اقتصاد او د بهرني سیاست پر بنسټ باید له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره خپلې اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي، څو د هېواد د صادراتو او وارداتو امکانات زیات شي.
په دې غونډه کې افغان عالمانو له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د دغه هېواد له حکومت سره همکاري وکړي او د بهرنيو اسعارو د زېرمو د خلاصون او پر افغانستان د اقتصادي بنديزونو د لرې کولو لپاره دې ګړندي ګامونه پورته کړي.
د دې غونډې برخه والو له افغان حکومت څخه هم وغوښتل چې له نړۍ سره په تعامل کې د اسلامي شریعت، د افغانستان د خپلواکۍ او حیثیت، ملي ګټو او د خلکو هیلو په نظر کې نیولو سره لازمې تګلارې عملي کړي او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې له نظام سره په منطقي او مسؤولانه ډول چلند او تعامل کولو له افغانانو سره مرسته وکړي.
د افغانستان امنیت ته جدي پاملرنه او د هېواد د پولو ساتنه په دې غونډه کې د افغان علماوو له نورو غوښتنو څخه وې.