د افغانستان په ختیځو ځنګلونو کې اور لګېدلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137844-د_افغانستان_په_ختیځو_ځنګلونو_کې_اور_لګېدلی
د افغانستان د نورستان ولایت سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت په ځنګلونو کې د اور لګېدنې خبر ورکړی.
(last modified 2023-08-31T05:38:33+00:00 )
Aug 31, 2023 09:57 Asia/Kabul
  • د افغانستان په ختیځو ځنګلونو کې اور لګېدلی

د افغانستان د نورستان ولایت سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت په ځنګلونو کې د اور لګېدنې خبر ورکړی.

د افغانستان د نورستان ولایت سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت په ځنګلونو کې د اور لګېدنې خبر ورکړی.

له کابل څخه د صدا او سیما خبري اژانس د راپور له مخې؛ د افغانستان په ختیځ کې د نورستان ولایت د کرنې رئیس سلیمان ایمان خبر ورکړ چې د یکشنې په ورځ د نورستان په برګمټال سیمې په ځنګلونو کې اورلګیدنه تر اوسه دوام لري.

هغه زياته کړه: "له دې امله چې اور لګېدنه اوس هم دوام لري، تر اوسه د اوښتو زیانونو کچه هم روښانه نده.

دغه ځايي چارواکي وويل: دوه سوه ځايي اوسېدونکي هڅه کوي چې اور کنټرول کړي، خو تر اوسه نه دي بريالي شوي."

د دغې اورلګېدنې لامل لا هم معلوم نه دی.

شاوخوا دوه مياشتې وړاندې هم د دغه ولايت د کامدیش ولسوالۍ په ځنګلونو کې د اور لګېدو له امله په لسګونه هکتاره ځمکه کرل شوي ځنګلونه لمنځه ولاړل.

د افغانستان ختيځ ولايتونه په ځانګړې توګه نورستان، کونړ او ننګرهار ځنګلونه لري چې د لوړ کیفیت لرونکي لرګي یې په ساختماني چارو کې اسعتمالیږي.