له آلمان څخه د سلګونو افغان کډوالو ویستل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137852-له_آلمان_څخه_د_سلګونو_افغان_کډوالو_ویستل
د روان کال په لومړۍ نیمايي کې جرمني څه باندې ۶۵۰ افغان او ۴۰۰ سوریايي کډوال له دغه هېواده ویستلي دي.
(last modified 2023-08-31T09:46:04+00:00 )
Aug 31, 2023 14:10 Asia/Kabul
  • له آلمان څخه د سلګونو افغان کډوالو ویستل

د روان کال په لومړۍ نیمايي کې جرمني څه باندې ۶۵۰ افغان او ۴۰۰ سوریايي کډوال له دغه هېواده ویستلي دي.

د روان کال په لومړۍ نیمايي کې جرمني څه باندې ۶۵۰ افغان او ۴۰۰ سوریايي کډوال له دغه هېواده ویستلي دي.

د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، له آلمان څخه په شړل شویو کسانو کې ۶۲ افغانۍ او ۷۴ سوریي میرمنې شامل دي.

 ویل کیږي چې دغه کسان د «ډبلین» د قانون پر بنسټ ایستل شوي؛ هغه قانون چې له مخې یې کډوال باید په هغه هېواد کې د پناه غوښتنه وکړي چې اروپا ته د ننوتلو پر مهال ورته تللي وي.

تر دې مخکې د آلمان د باډن وورتمبرګ ایالت د عدلیې وزیرې ماریون ګینټز د هغو افغان کډوالو پر شړلو ټینګار کړی و چې دغه هیواد ته ګواښ بلل کیږي.

جرمني چارواکو ویلي، وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې افغانستان ونیوو، له ګڼو نورو هېوادونو څخه یې سلګونه افغانان جرمني ته ولیږدول.