نورستان کښې لسګونو پولیس فارغ شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i138416-نورستان_کښې_لسګونو_پولیس_فارغ_شوي_دي
زمونږ خبریال راپور راکړی نورستان کې په لومړي ځل لسګونه پولیس په دغه ولایت کې د پولیسو له روزنیز مرکز څخه فارغ شول.
(last modified 2023-09-12T05:40:27+00:00 )
Sep 12, 2023 10:05 Asia/Kabul
  • نورستان کښې لسګونو پولیس فارغ شوي دي

زمونږ خبریال راپور راکړی نورستان کې په لومړي ځل لسګونه پولیس په دغه ولایت کې د پولیسو له روزنیز مرکز څخه فارغ شول.

باختر دولتي اژانس د نورستان ولایت د امنیه قوماندانۍ چارواکو له قوله لیکلي چې ۷۷ تنه پولیس په نورستان ولایت کې د پولیس د روزنیز مرکز څخه په لومړۍ دوره کې له دوه میاشتو زده کړو وروسته فارغ شول.

 د باختر اژانس په راپور کې راغلي چې د فراغت په مراسمو کې د نورستان ولایت امنیه قوماندان مفتي محمد یوسف جمالزي په خپلو خبروکې فارغو شویو پولیسو ته وویل تاسو د اسلامي نظام د ساتلو لومړی ځواک یاست د هیواد امنیت په تاسو پورې تړلی دی ،تاسو باید د مسلکي پولیسو په توګه له خلکو سره چلند وکړئ.

په یادو مراسمو کې دغه راز د ننګرهار ولایت د پولیسو د روز نیز مرکز مشر قاري رحمت الله لغماني وویل هماغه ډول مو چې د تیر شل کلن اشغال پر مهال د خپل ولس خدمت وکړ او  دهغوې تر څنګ ولاړ وئ اوس هم د ولس د خدمت وخت راغلی او باید خدمت یې وکړئ.

قاري رحمت الله لغماني دغه راز وویل چې تاسو باید په اسلامي اخلاقو سمبال او له خلکو سره ښه چلند وکړئ.

دا لومړی ځل دی چې د نورستان په مرکز پارون کې د پولیسو له روزنیز مرکز څخه تر دوه میاشتنیو زده کړو وروسته دومره شمیر پولیس فارغیږي.

 تر دې وړاندې دنورستان امنیتي ځواکونو ته د ننګرهار ولایت د پولیسو په روزنیز مرکز کې روزنه ورکول کیده.