طالبانو د چین د نوي سفیر هرکلی وکړ
د افغانستان د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي په کابل کښې د افغانستان له رییس الوزرا ملا حسن اخوند سره د چین د نوي سفیر د کتنې خبر ورکړ.
کابل کښې د چین نوي سفیر د طالبانو د موقته حکومت له وزیر سره کتلي او ویلي یې دي چې بیجنګ د افغانستان د ښه ګاونډي په توګه د دغه هیواد د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او په کورنیو چارو کښې یې د نه مداخلې احترام کوي.
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د افغانستان د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي په کابل کښې د افغانستان له رییس الوزرا ملا حسن اخوند سره د چین د نوي سفیر د کتنې خبر ورکړ.
دا په قندهار کښې له دوه میاشتني طبي آرام وروسته کال ته له ستنیدو نه پس د افغانستان د رییس الوزرا وړومبۍ کتنه ده.
د بلال کریمي په وینا، د چین نوي سفیر په دغه کتنه کښې وویل چې بیجنګ د افغانستان د ښه ګاونډي په توګه توګه د دغه هیواد د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او په کورنیو چارو کښې یې د نه مداخلې احترام کوي.
هغه د خپلې وینا په یوه بله برخه کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په ضرورت ټینګار وکړ.
د دغې کتنې په دوام کښې د طالبانو د موقته حکومت لومړي وزیر هم د چین سفیر ته د هرکلي په ویلو سره وویل چې هیله لري نوی سفیر د چین او افغانستان ترمینځ د سفارتي اړیکو په لوړولو کښې رول ولوبوي.
هغه په تیرو دوو کالو کښې د دواړو هیوادونو د اړیکو او ملګرتیا سویه مناسبه وبلله او هیله یې وښودله چې په مختلفو برخو کښې د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا کښې اغیزناک ګامونه پورته شي.