د کابل جلال اباد لویه لار تړل شوي ده
زمونږ خبریال راپور راکړی د کابل جلال اباد لویه لار د غر ښوویدنې له امله د ترافیکو پرمخ وتړل شوه
د غر ښوویدنې دا پېښه د کابل ولایت اړوند څرخي پله ته څیرمه رامنځته شویده.
عیني شاهدانو ویلی چې د دې پیښې له امله ځاني زیان نه دی رامنځته شوی خو د واټ پرمخ له غره راښوویدلې ډبری پرتې دي چې لرې کول به یې وخت واخلي.
بل پلو د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه خبرپاڼه کې له موټر چلوونکو غوښتي چې ددې لارې تر پرانستل کیدو پورې د مسافرو او د سوادګریزو مالونو د لیږد رالیږد لپاره دې د کابل ولایت اړوند سروبی ولسوالۍ نه د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ او د پروان ولایت د باګرام ولسوالۍ له لارې ګټه پورته کړي.
دا لومړی خل نه دی چې د کابل جلال اباد لویه لار د غر ښوویدنې له امله تړل کیږي خواوشاه درې کاله وړاندې د وریښمین تنګي په سیمه کې د غر ښوویدنې له امله په یوموټر ګې سپاره پنځه تنه ووژل شول او لار هم دڅو ورځو لپاره د ترافیکوپر مخ تړل شوې وه.