د افغانستان ځانګړي اقتصادي پلاوې چین ته لاړ
Sep 19, 2023 08:10 Asia/Kabul
د افغانستان د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی د چینايي چارواکو په رسمي بلنه چین ته ولاړ.
افغان غږ خبری آژانس وایی د افغانستان د رئیس الوزرا د دفتر اقتصادي مرستیال په خپله ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي، چې د رئیس الوزرا د دفتر د اقتصادي مرستیال په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی په رسمي سفر د چینایي چارواکو په بلنه چین ته تللی.
دغه پلاوی چې د اقتصاد، صنایعو او سوداګرۍ او مالیې وزارتونو له استازو څخه جوړ دی، په چین کې په بېلابېلو سمپوزیمونو او کنفرانسونو کې ګډون کوي
ټیګونه