د افغانستان طالبان ګڼ شمیر ټانکونه مرمت کړي دي نور راپور واورئ
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د ملي دفاع وزارت وايي ۵۰ عرادې چاینداره ټانګونه چې په څو کلونو جګړو کې تخریب شوي وو بېرته ترميم او فعاله شول.
دفاع وزارت د دې ټانګونو د جوړېدو په اړه یوه ويډيو هم خپره کړې ده.
په ويډیو کې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو قوماندان ملا امیرخان "حقاني" وايي، چې دا ټانکونه په ډېرې سختۍ له بېلابېلو سيمو او ولایتونو راټول شوي دي.
ملا امیرخان حقاني همدا راز د دې کنډک د تخنيکي او مسلکي انجینرانو هڅې ستايلي او له دوی يې غوښتي، چې د بیت المال ساتنې ته خپله پاملرنه نوره هم زياته کړي.
حقاني ژمنه کړې، چې هېواد کې نور تخريب شوي ټانګونه او وسايل به هم جوړوي.
چاينداره ټانکونه زيات شمېر پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د بريد پر مهال افغانستان کې پاتې شوي دي.
تر دې وروسته امريکايي ځواکونه هم دغه ډول ټانکونه افغانستان ته راوړي وو او په ځينو سيمو کې یې کارول.
امريکايي ځواکونو له افغانستان د وتلو پر مهال، خپل زيات شمېر وسایل تخريب کړي دي.
د ملي دفاع وزارت په تېرو دوه کلونو کې د سلګونه نقليه وسايطو د بېرته جوړېدو خبر ورکړی دی.