امریکا په افغانستان کښې استخباراتي جنګ پیل کړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i138834-امریکا_په_افغانستان_کښې_استخباراتي_جنګ_پیل_کړی
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس استانکزی وايي امریکا او ناټو په افغانستان کښې له ماتي خوړلو وروسته سیاسي او استخباراتي جنګ ته مخه کړي ده.
(last modified 2023-09-21T03:42:43+00:00 )
Sep 21, 2023 08:08 Asia/Kabul
  • امریکا په افغانستان کښې استخباراتي  جنګ پیل کړی

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس استانکزی وايي امریکا او ناټو په افغانستان کښې له ماتي خوړلو وروسته سیاسي او استخباراتي جنګ ته مخه کړي ده.

هغه وویل امریکا او ناټو په افغانستان کښې پوځي ماتي خوړل منلي دي خو اوس یې سیاسي او استخباراتي جنګ ته مخه کړي ده.

استانکزي په پنجشیر ولایت کښې په یوې غونډې کښې وویل یرغلګر هیوادونه په افغانستان کښې له ماتي خوړلو او وتلو وروسته همدا اوس د سیاسي او د استخباراتي جنګ په شمول په بیلابیلو چلولونو سره د خپلو ګټو د تامینولو په هدف سره په افغانستان کښې د نفوذ  کوشش کوي.

هغه د پخواني شوروي د تیري په وخت کښې د پنجشیر ولایت او د هغه د جهادګرانو مهم رول ته په اشارې سره د طالبانو له ټولو مخالفینو وغوښتل چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او تر یوه اسلامي چتر لاندې د افغانستان په ابادونۍ کښې برخه واخلي.

له دې مخکې د افغانستان د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو افغانستان د پنجشیر ولایت د مشرانو کور هم دی او که چیرې دغه کسان وغواړي نو افغانستان ته بیرته ورستنیدلای شي.

په افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدا د دوو کلونو له تیریدا سره سره د طالبانو مخالفې او مبارزې ډلې په پنجشیر ولایت کښې د دغه ډلې پرضد مبارزه کوي.