د طالبانو دوه ګوني سیاست
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i138924-د_طالبانو_دوه_ګوني_سیاست
د اسیا لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام سیمه ایز مشر اعلان وکړ چي په افغانستان کې د ژمي په موسم کې له ۱۵ میلیونو کسانو سره د مرستې لپاره یو میلیارد ډالرو ته ضرورت لرو.
(last modified 2023-09-23T08:16:22+00:00 )
Sep 23, 2023 12:42 Asia/Kabul
  • د طالبانو دوه ګوني سیاست

د اسیا لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام سیمه ایز مشر اعلان وکړ چي په افغانستان کې د ژمي په موسم کې له ۱۵ میلیونو کسانو سره د مرستې لپاره یو میلیارد ډالرو ته ضرورت لرو.

تر دې مخکې هم د خوړو نړیوال پروګرام د بودیجې د کمښت له ناوړه پایلو څخه د اندېښنې په ښودلو سره، ټینګار کړي وه چي په افغانستان کې د مرستندویو فعالیتونو د دوام لپاره دغه اداره سملاسي بودیجې ته ضرورت لري.

اسیا لپاره د خوړو د نړیوال د پروګرام مدیر جان ایلیف په وېنا: دغه اداره له سخت مالي بحران سره لاس په ګرېوان شوی دی، راتلونکې ژمې ته له ۱۵ میلیونو افغانانو سره د مرستو لپاره، یو میلیارد ډالرو ته ضرورت لرو.  دا په داسي حال کې دی چي نړیواله ټولنه د دې بودیجې د تامینولو لپاره لېوالتیا نه لري، شاید یو تر ټولو ستر لامل یې د افغانستان له راتلونکې څخه د نړیوالو ناهیلې کېدل وي، ځکه  چي د افغانستان داخلي بدلونونه هم هیله بخښونکې نه دي.

د سیاسي چارو کارپوه سید عیسی مزاري  په دې اړه وایي:  د افغانستان د ښاریزو او په تېره بیا د مېرمنو حقوقو ته پاملرنه د حکومت یو تر ټولو لومړی او طبیعي مسئولیت دی، لیکن طالبانو په دغو حقوقو د سترګو په پټولو سره، د نړیوالو غوښتنو ته اهمیت نه ورکوي او د نړیوال ملاتړ د جلبولو لپاره هیڅ اقدام نه کوي.

د ملګرو ملتونو له لورې د خپاره شویو راپورنو له مخې، په افغانستان کې ۲۹ میلیون کسان بشردوستانه مرستو ته ضرورت لري، سره له دې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال  شیرمحمد عباس ستانکزی د ښځو د تعلیم د ضرورت په هکله د خپلو مخکنیو خبرو په اپوټه اعلان کړی دی چي په افغانستان کې د ښځینه ښوونځیو د خلاصېدو او پوهنتونونو ته د مېرمنو د ورتګ لپاره حالات برابر نه دي. هغه دا خبره د افغانستان شمالې ولایت پنجشیر ته د سفر پر مهال کړی دی، البته هغه دا خبره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د وروستي غوښتنې په ځواب کې کړې ده، چي یې له طالبانو څخه د ښځو د تعلیمي حق د رعایتولو غوښتنه کړې وه.

د طالبانو د خارجه وزارت مرستیال استانکزی ویلي چي پنجشیر ته سفر کړی دی چي مخالفانو ته یو پیغام ورکړي، هغه دا چي ټوله بیرته افغانستان ته راستنېدایشي، خو کارپوهان په دې باور دي چي د ستانکزي د خبرو په اپوټه افغانستان کې طالبان د سختو قوانینو په پلي کولو د دې هیواد نیم ولس یې له ځانه شړلی دی، په داسي شان حالاتو کې طالبان له مخالفانو او له نړیوالې ټولنې څخه د ملاتړ تمه نه شي درلودلای.

یو بل شناند علی علایی په دې اړه وایي: طالبانو په ځلونو له نړیوالو ټولنو څخه د مرستو غوښتنه کړې ده، په داسي حال چي طالبانو خپله د بشري چارو او نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې د خوځښت اراده نه لري او یوازې د مرستو غوښتنه کوي، اکثره نړیوالې مرستندویې ادارې له غربیانو سره دي، هغوی لپاره کم از کم په ظاهر کې هم د بشري حقوقو مساله زیاته اهمیت لري.

له افغانستان څخه د مرستندویو اداراتو د وتلو خبره، یوه داسي اسانه خبره هم نه ده چي طالبانو دې ورته اهمیت قائل نه شي، د افغانستان خلګ او نړیواله ټولنه تمه درلوده چي د نوي تحصیلي کال لپاره انجوڼو ته هم د ښوونځیو د تلو زمینه برابره شوې واي. لیکن داسي ښکاري چي طالبان په خپلو باورونو باندې په ټینګار سره، نه یوازې د افغانستان نیمایې ټولنه له تعلیم څخه بې برخه کوي، بلکې په دې کار سره ښیي چي د نړیوالو غوښتنې ورته اهمیت نه لري، همداشان مسائل دي چي د افغانستان د راتلونکې په هکله د نړیوالو د ناهیلی لامل شوی دی.