د افغانستان د دریو ولایتونو له بې وزلو سره مرستې شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i138970-د_افغانستان_د_دریو_ولایتونو_له_بې_وزلو_سره_مرستې_شوي
صدای افغان خبري اژانس راپور ورکړی ملګروملتونو ته اړونده د خواړو نړیوال پروګرام په افغانستان کښې په زرګونو بې وزله او اړمنو کورنیو باندې د خوراکي مرستو د ویشلو خبر ورکړ.
(last modified 2023-09-24T21:09:00+00:00 )
Sep 25, 2023 01:33 Asia/Kabul
  • د  افغانستان د دریو ولایتونو له بې وزلو سره مرستې شوي

صدای افغان خبري اژانس راپور ورکړی ملګروملتونو ته اړونده د خواړو نړیوال پروګرام په افغانستان کښې په زرګونو بې وزله او اړمنو کورنیو باندې د خوراکي مرستو د ویشلو خبر ورکړ.

د افغانستان د طالبانو حکومت په ننګرهار ، خوست او هرات دریو ولایتونو کښې څلورو زرو بې وزله کورنیو ته د ملګروملتونو د خواړو د نړیوال پروګرام د مرستو په تائیدولو سره وویل دغه مرستې د هرې بې وزله کورنۍ له پیژندل کیدا وروسته هغوې ته ورکړل شوي دي.

په افغانستان کښې له اړمنو کورنیو سره دغه خوراکي مرستې په داسې حال کښې شوي دي چې د خواړو نړیوال پروګرام څه موده مخکې د افغانستان له خلکو سره د مرستو لپاره د مالي سرچینو په نه لرلو اندیښنه څرګنده کړي وه.