متحده عربي اماراتو له افغانستان سره د اړیکو په پراختیا ټینګار کړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i139050-متحده_عربي_اماراتو_له_افغانستان_سره_د_اړیکو_په_پراختیا_ټینګار_کړی
زمونږ خبریال راپور راکړی په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفیر له افغانستان سره د اړیکو په لا پراختیا اوپياوړتیا ټينګار کړی.
(last modified 2023-09-26T02:10:53+00:00 )
Sep 26, 2023 06:36 Asia/Kabul
  • متحده عربي اماراتو له افغانستان سره د اړیکو په پراختیا ټینګار کړی

زمونږ خبریال راپور راکړی په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفیر له افغانستان سره د اړیکو په لا پراختیا اوپياوړتیا ټينګار کړی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفیر عیسی سالم الظاهري د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره  کتلي.

خبرپاڼه وایي، په دې کتنه کې دواړو لورو په بېلابېلو سیاسي او اقتصادي برخو کې د اړیکو د لا پیاوړتیا او پراختیا ‏او همدارنګه د افغاني ټولنې زیانمنو شویو برخو ته د بشري مرستو د لېږدولو په اړه بحث او خبرې کړي.

په دغه ليدنه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امير خان متقي، متحده عربي امارات د افغانستان یو ښه سیاسي او اقتصادي دوست وباله.

‏همدا راز په کابل کې د متحده عربي اماراتو  سفیر د افغانستان او د متحده عربي اماراتو اړیکې ژورې اوهراړخیزې وبللې او د دې اړیکو په لا پراختیا او پياوړتیا یی ټینګار وکړ.

خبرپاڼه زياتوي چې ښاغلي الظاهري د افغانستان اوسني امنیتي وضعیت او په  بېلابېلو برخو کې د افغانستان د اسلامي امارت د لاسته راوړنو ستاینه هم وکړه.

د کتنې په پای کې دواړو لورو د اړیکو د پراختیا په برخه کې یو بل ته د ښه نیت او لېوالتیا ډاډ ورکړی.