متحده عربي اماراتو له افغانستان سره د اړیکو په پراختیا ټینګار کړی
زمونږ خبریال راپور راکړی په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفیر له افغانستان سره د اړیکو په لا پراختیا اوپياوړتیا ټينګار کړی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفیر عیسی سالم الظاهري د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتلي.
خبرپاڼه وایي، په دې کتنه کې دواړو لورو په بېلابېلو سیاسي او اقتصادي برخو کې د اړیکو د لا پیاوړتیا او پراختیا او همدارنګه د افغاني ټولنې زیانمنو شویو برخو ته د بشري مرستو د لېږدولو په اړه بحث او خبرې کړي.
په دغه ليدنه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امير خان متقي، متحده عربي امارات د افغانستان یو ښه سیاسي او اقتصادي دوست وباله.
همدا راز په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفیر د افغانستان او د متحده عربي اماراتو اړیکې ژورې اوهراړخیزې وبللې او د دې اړیکو په لا پراختیا او پياوړتیا یی ټینګار وکړ.
خبرپاڼه زياتوي چې ښاغلي الظاهري د افغانستان اوسني امنیتي وضعیت او په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د اسلامي امارت د لاسته راوړنو ستاینه هم وکړه.
د کتنې په پای کې دواړو لورو د اړیکو د پراختیا په برخه کې یو بل ته د ښه نیت او لېوالتیا ډاډ ورکړی.