Sep 26, 2023 13:40 Asia/Kabul

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د مسکو فارمټ ناسته کې د ګډون په موخه پرون دوشنبه روسیې ته رسېدلی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وياند حافظ ضياء احمد تکل وايي، چې متقي د روسیې په بلنه یاده ناسته کې د ګډون په موخه مسکو ته رسېدلی.

ښاغلي تکل په يو ويډيويي پيغام کې ويلي چې په دغې غونډه کې به په بېلابېلو سیاسي او اقتصادي مسایلو خبرې اترې وشي.

د بهرنیو چارو وزارت وياند همداراز ويلي چې متقي به مسکو کې دوه ورځې پاتې وي او له هغه وروسته به د تاتارستان مرکز کازان ښار ته لاړ شي.

بلخوا د طالبانو د سرپرست حکومت وياند ذبیح الله مجاهد د افغانستان لپاره سیمه‌ییزې همکارۍ ډېرې مهمې بولي او وايي هغه اندېښنې چې ځينې ګاونډيان يې لري په دغو ټولو مسایلو بحث کېږي.

د سياسي چارو ځينې شنوونکي بیا په دغه غونډه کې د طالبانو د استازي حضور مهم بولي.

د پوهنتون استاد امین‌الله احساس وايي: هغه اختلافونه چې دواړه لوري یې لري د تفاهم له لارې حل کېدای شي.

د سیاسي چارو بل شنوونکی عبدالغفار کامیاب وايي: پکار ده چې په دغو غونډو کې وضعیت ته په پام سره د رسمیت پېژندلو پر موضوع بحث وشي.

روسیه، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، چین، پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبیکستان د مسکو فارمټ غړي هېوادونه دي.

 

ټیګونه