د عراق له زندانونو څخه ۲۵ تنه افغان بنديان ازاد شول
Sep 28, 2023 11:06 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د عراق له زندانونو څخه ۲۵ تنه افغان بندیان را خلاص شوي دي.
د یاد وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل وايي، چې دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله بنديان شوي وو او د بهرنيو چارو وزارت او په بغداد کې د افغانستان د سفارت په هلو ځلو راخوشې شوي دي.
ښاغلی تکل زیاتوي، چې د بهرنیو چارو وزارت د هېواد د اتباعو د حقوقو څخه دفاع خپله وجیبه بولي او په عراق او د نړۍ په نورو ټولو هېوادونو کې د خپلو اتباعو د خلاصون لپاره ولس ته اطمينان ورکوي.
هېره دې نه وي، چې وړمه ورځ د پاکستان له زندانونو هم د لسو ماشومانو په ګډون ۶۰ تنه افغان بندیان را خلاص او هېواد ته را انتقال شول.
ټیګونه