ننګرهار کې د کرکټ شل اوریزې سیالۍ وشوې نور جزیات دلته لرو
زمونږ خبریال راپور راکړی ننګرهارکې له نشه یي توکیو څخه د پاک افغانستان تر نامه لاندې د کرکټ شل اوریزې سیالۍ ترسره شوې.
په دې سیالیو کې پر سیمه ییزو لوبغاړو سربیره د افغانستان د ملي او نولس کلنو ملي لوبډلو یو شمیر لوبغاړو هم برخه اخیستې وه.
د ننګرهار د کرکټ بورد مشر ضیاالرحمن قریشي وایي د شلو اورونو په دې دوه ورځینو سیالیو کې چې له نشه یی توکیو څخه د پاک افغانستان تر نامه لاندې ترسره شوې څلور لوبډلو برخه اخیستې وه چې پای لوبه د شمشماد ساتونکو لوبډلې وګټله.
ضیا الرحمن قریشي وایي، د دې لوبو نه یې موخه د لوبغاړو هڅول اوله نشه یې توکیو څخه دځوان کول مخ اړول وو.
دغو لوبو ته راغلي نندارچیان هم له دې امله چې د خپلې خوښې یو شمیر لوبغاړي یې پکې له نږدې ولیدل خوشحاله وو او په راتلونکې کې يې د نورو دا ډول لوبو چې د ځوانانو لپاره د تفریج یو سالم چاپیریال هم برابروي جوړولو غوښتنه وکړه.
د کرکټ یو شمیر لوبغاړو هم د دا ډول لوبو ترسره کول د لوبغاړود مسلکي وړتیا لوړولو او دغه راز د نویو استعدادونو د غوړیدا لپاره ښه فرصت وباله او له اړوندو ادارو، مرسته کوونکو موسساتو او شتمنو یې وغوښتل چې د داسې لوبو په برابرولو کې ونډه واخلي.
په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلوسیمو کې د نورو لوبو په پرتله د کرکټ لوبې مینه وال زیات شوي او د زیاتیدو په حال کې دي.