ننګرهار کې د کرکټ شل اوریزې سیالۍ وشوې نور جزیات دلته لرو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i139294-ننګرهار_کې_د_کرکټ_شل_اوریزې_سیالۍ_وشوې_نور_جزیات_دلته_لرو
زمونږ خبریال راپور راکړی ننګرهارکې له نشه یي توکیو څخه د پاک افغانستان تر نامه لاندې د کرکټ شل اوریزې سیالۍ ترسره شوې.
(last modified 2023-10-01T02:22:50+00:00 )
Oct 01, 2023 06:46 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړی ننګرهارکې له نشه یي توکیو څخه د پاک افغانستان تر نامه لاندې د کرکټ شل اوریزې سیالۍ ترسره شوې.

په دې سیالیو کې پر سیمه ییزو لوبغاړو سربیره د افغانستان د ملي او نولس کلنو ملي لوبډلو یو شمیر لوبغاړو هم برخه اخیستې وه.

د ننګرهار  د کرکټ بورد مشر ضیاالرحمن قریشي وایي د شلو اورونو په دې دوه  ورځینو سیالیو کې چې له نشه یی توکیو څخه د پاک افغانستان تر نامه لاندې ترسره شوې څلور لوبډلو برخه اخیستې وه چې پای لوبه د شمشماد ساتونکو لوبډلې وګټله.

ضیا الرحمن قریشي وایي، د دې لوبو نه یې موخه د لوبغاړو هڅول اوله نشه یې توکیو څخه دځوان کول مخ اړول وو.

دغو لوبو ته راغلي نندارچیان هم له دې امله چې د خپلې خوښې یو شمیر لوبغاړي یې پکې له نږدې ولیدل خوشحاله وو او په راتلونکې کې يې د نورو دا ډول لوبو چې د ځوانانو لپاره د تفریج یو سالم چاپیریال هم برابروي جوړولو غوښتنه وکړه.

 د کرکټ یو شمیر لوبغاړو هم د دا ډول لوبو ترسره کول د لوبغاړود مسلکي  وړتیا لوړولو او دغه راز د نویو استعدادونو د غوړیدا لپاره ښه فرصت وباله او له اړوندو ادارو، مرسته کوونکو موسساتو او شتمنو یې وغوښتل چې د داسې لوبو په برابرولو کې ونډه واخلي.

په  دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلوسیمو کې د نورو لوبو په پرتله د کرکټ لوبې مینه وال زیات شوي او د زیاتیدو په حال کې دي.