هلمند کښې د شاتو د مچیو فارمونه شته نور حال دلته لرو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i139332-هلمند_کښې_د_شاتو_د_مچیو_فارمونه_شته_نور_حال_دلته_لرو
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان جنوبي لور هلمند ولایت کې دشاتو د مچیو څه دپاسه (۱۰۰) فارمونه شتون لري خو، دبهرنیو واردتو له کبله بازار نلري.
(last modified 2023-10-01T07:25:44+00:00 )
Oct 01, 2023 11:45 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان جنوبي لور هلمند ولایت کې دشاتو د مچیو څه دپاسه (۱۰۰) فارمونه شتون لري خو، دبهرنیو واردتو له کبله بازار نلري.

راپورونه وایي په دې وروستیو کې دافغانستان په مختلفو سیمو کې د نورومختلفو میوو ترڅنګ کاروباري کسانو دخپل کرهنې او کښتونو څخه ښه حاصلات او پایلې لاسته راوړي چې سبب یې اوس په افغانستان کې بشپړامنیت یاد شوی چې  خلک په آرامه فضاکې له خپلو کارونو او کروندو څخه پالنه کولای شي.

ځو دافغانستان جنوبی لور هلمند ولایت ته چیرته چې په دې ولایت کې دشاتو دمچیو (۱۲۰) فارمونه شتون لري خو ویل کیږي دبهرنیو واردتو له کبله بیا بازارنلري.

کاروباري کسان وايي توليدات يي زيات شوي او د کيفيت له پلوه هم ښه دي خو له بهر څخه د شاتو وارداتو يي بازار کم رنګه کړی دی.

دوئ له بهرنيو هيوادونو څخه د شاتو په واردولو د بنديز او په کور دننه د شاتو لپاره د بازار موندنې غوښتنه لري.

د هلمند ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکو ويلي چې له دوئ سره شاوخوا (۱۲۰) فارمونه د شاتو د مچيو ثبت دي او زیاتوي چې د مرکزي حکومت په همکارۍ به ورسره د پام وړ مرستې وکړي.

دا په داسي حال کې ده چې په افغانستان کې ډيری بزګران د خپل کښت له حاصلاتو څخه د بازار د نشتون انديښنه لري خو اړوندو چارواکو بيا ددې موضوع د حل ډاډ ورکړی.