افغانستان(۱۵۰) ټنه وچ رومیان اروپا ته صادر کړل نور حال دلته لرو
زمونږ خبریال راپور راکړ د افغانستان په کندز ولایت کې د (سپین زر) دولتي شرکت وچ رومیان د افغانستان له ډیریو کروندو راټول کړي اود (۱۵۰) ټنه په اندازه لومړۍ محموله یې اروپا ته استولې.
ځایي چارواکو دا صادارت د افغانستان لپاره د پرمختګ او ځان بسیاینې مهم ګام بللی دی.
د دې تر څنک افغانان اروپاته د وچو رومیانو لیږد ته په ښه سترګو ګوري او له اړوندو چارواکو هم هیله لري چې دا لړۍ روانه وساتي ترڅو افغانستان له اقتصادي پلوه رورو په خپلو پښو ودریږي.
سمیع الله او میاڼی د غزني ولایت دوه تنه اوسیدونکي په دې اړه تهران راډیو ته داسې خپل نظرونه وړاندې کوي.
باید وویل شي چې سپین زر دولتي شرکت له تېرو (۲۱) کلونو را په دېخوا تړلی شوی و او فعالیت یې نه درلود خو د اسلامي امارت په راتګ سره دا شرکت بیرته فعاله شو چې دمګړۍ په کې په سلګونه تنه د کاغذي دستمالونو، کونجاړې ، د پنبې، د پنبې د غوړیو او نورو مختلفو توکو د تولید په برخه کې په کار لګیا دي.