طالبان د ولسواکۍ په هکله چا سره خبرې نه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i139414-طالبان_د_ولسواکۍ_په_هکله_چا_سره_خبرې_نه_کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزیر مرستیال «محمد نبي عمري» د ولسواکۍ د موضوع په اړه خبرو اترو ته د کابل د حکومت په پام نه کولو ټینګار وکړ.
(last modified 2023-10-03T05:15:40+00:00 )
Oct 03, 2023 09:42 Asia/Kabul
  • طالبان د ولسواکۍ په هکله چا سره خبرې نه کوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزیر مرستیال «محمد نبي عمري» د ولسواکۍ د موضوع په اړه خبرو اترو ته د کابل د حکومت په پام نه کولو ټینګار وکړ.

هغه په دې خبرې سره چې طالبانو ډله په افغانستان کښې واکمنه ده وویل هیڅکله به د ډیموکراسۍ په شان د موضوعګانو په هکله له چاسره خبرې ونکړو.

محمد نبي عمري وویل ډیموکراسۍ د افغانستان لپاره هیڅ بریا نه ده لري او طالبانو د ولسواکۍ د  نه منلو لپاره  کلونه کلونه سرشیندنه کړي ده او تر نورو سلو(۱۰۰) کلونو پورې هم سرشیندنې ته تیار دي.

د طالبانو د کورنیو چارو د  وزیر مرستیال محمد نبي عمري افغانستان ته د سیاسي شخصیتونو په بیرته ستنیدا باندې بندیز نه لرلو ته په اشارې سره وویل دغه کار د افغانستان په اداره کښې کولو کښې له دغو  کسانو سره د مشارکت په معنا نه دی.

دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان ځینو سیاسي شخصیتونو د خلکو ترمینځ د خبرو اترو غوښتنه کړي خو طالبانو ویلي دي چې دغه خبرې باید واک ته د طالبانو له رسیدا مخکې ترسره کیدلائ.