ترکیې کښې د طالبانو نوي ډيپلوماټ کار پیل کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i139416-ترکیې_کښې_د_طالبانو_نوي_ډيپلوماټ_کار_پیل_کړ
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د طالبانو خارجه وزارت په انکارا کښې د کابل په سفارت کښې د خپلو نویو ډيپلوماټانو د دیره کیدا خبر ورکړ.
(last modified 2023-10-03T09:34:54+00:00 )
Oct 03, 2023 10:04 Asia/Kabul
  • ترکیې کښې د طالبانو نوي ډيپلوماټ کار پیل کړ

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د طالبانو خارجه وزارت په انکارا کښې د کابل په سفارت کښې د خپلو نویو ډيپلوماټانو د دیره کیدا خبر ورکړ.

په افغانستان کښې واک ته د طالبانو د بیا رسیدا له دوو کلونو تیریدا سره سره تراوسه هیڅ هیواد  په  رسمي ډول د دغه ډلې حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی.

د ښځو او د انجلیو له زده کړې او کار کسب او دغه راز د پراخ بنسټه حکومت له جوړولو سره د طالبانو  مخالفت دغه ډلې ته د نړیوالې ټولنې د بې پامۍ دلیل دی.

په ترکیې کښې د افغانستان د سفارت د لومړي سیکرټر په توګه« محمد زیر ودان» د کابل او د انکارا په ډيپلوماټیکو سلامشورو سره د نوي ډيپلوماټ په توګه دیره شوی دی.

ویل کیږي چې ترکیې تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی خو سره له دې یې په انکارا کښې د کابل په سفارت کښې د محمد زبیر ودان ډيپلوماټیک فعالیت او په استانبول کښې يې د افغانستان  کنسولګرۍ منلي ده.