ترکیې کښې د طالبانو نوي ډيپلوماټ کار پیل کړ
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د طالبانو خارجه وزارت په انکارا کښې د کابل په سفارت کښې د خپلو نویو ډيپلوماټانو د دیره کیدا خبر ورکړ.
په افغانستان کښې واک ته د طالبانو د بیا رسیدا له دوو کلونو تیریدا سره سره تراوسه هیڅ هیواد په رسمي ډول د دغه ډلې حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی.
د ښځو او د انجلیو له زده کړې او کار کسب او دغه راز د پراخ بنسټه حکومت له جوړولو سره د طالبانو مخالفت دغه ډلې ته د نړیوالې ټولنې د بې پامۍ دلیل دی.
په ترکیې کښې د افغانستان د سفارت د لومړي سیکرټر په توګه« محمد زیر ودان» د کابل او د انکارا په ډيپلوماټیکو سلامشورو سره د نوي ډيپلوماټ په توګه دیره شوی دی.
ویل کیږي چې ترکیې تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی خو سره له دې یې په انکارا کښې د کابل په سفارت کښې د محمد زبیر ودان ډيپلوماټیک فعالیت او په استانبول کښې يې د افغانستان کنسولګرۍ منلي ده.