په لندن او ویانا کې د افغانستان د سفارتونو بندېدا
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i139642-په_لندن_او_ویانا_کې_د_افغانستان_د_سفارتونو_بندېدا
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په ویانا او لندن کې د افغانستان د سفارتونو د بندېدو خبر ورکړی دی.
(last modified 2023-10-09T06:00:53+00:00 )
Oct 09, 2023 03:49 Asia/Kabul
  • په لندن او ویانا کې د افغانستان د سفارتونو بندېدا

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په ویانا او لندن کې د افغانستان د سفارتونو د بندېدو خبر ورکړی دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخی تېره ورځ په یوه اعلامیه کې وویل: په اتریش او لندن :ې د افغانستان سفارتونه له کابل سره د نه همږغی د امله بند شوي دي.

د طالبانو د حکومت له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې ده: د بهرنیو چارو له وزارت سره د اړیکو او د شفافیت د نشتوالې په خاطر، په لندن او اتریش کې د سفارتونو خدمات نور د اعتبار وړ نه دي او یاد سفارتونه اوس لپاره بند شوي دي.

په دې وروستیو کې له افغانستان څخه بهر سفارتونو د طالبانو له حکومت سره همکاریو ته چمتو شوي دي، وروستیو ورځو کې په اسپانیا او هالنډ کې د افغانستان سفارتونو د طالبانو له حکومت سره د همکاریو خبر ورکړی دی خو په لندن او اتریش کې افغان سفارتونه لاهم طالبانو سره همکاریو ته نه دی تیار شوی.