Oct 09, 2023 15:57 Asia/Kabul
  • د هرات د زلزلې تلفات ۲ زره ۴ سوو ته ورسیدل

د طالبانو یو چارواکي نن سهار په هرات کښې د زلزلې له امله د ۲۴۰۰ کسانو د وژل کیدو خبر ورکړ.

د فارس خبري آژانس د رپورټ له مخې، د افغانستان طلوع نیوز چینل د طالبانو د موقته حکومت، پیښو ته د رسیدګۍ د وزارت د یو چارواکي له قوله ویلي چې په هرات ولایت کښې د شنبې په سهار د ۶.۳ ریکټره زلزلې د مړو شمیر له ۲۴۰۰تنو اوښتی دی.

د دغه وزارت ویاند «محمد جانان سائق» همداشان وویل چې لږترلږه ۲۰۰۰ تنه نور هم د دې وژونکې زلزلې په وجه زخمي شوي دي.

هغه له دې مخکښې په یوې خبري غونډې کښې ویلي وو چې کابو ۹ زره او ۲۴۰ کسان زخمي شوي دي خو دغه رقم بیا مردود اعلان شو.

له دې مخکښې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ایکس اکاونټ کښې د هرات د زلزلې له امله د مړو شمیر ۲۰۵۶ کسان او د زخمیانو شمیر یې ۱۲۴۰ تنه اعلان کړی و.

ملګرو ملتو هم په دې هکله وویل: ځايي چارواکي اټکل کوي چې د ژغورنې له هلوځلو او تر کنډولو لاندې د ګیرو کسانو له رایستنې سره همهاله د مړو شمیر هم زیاتیږي.

 

ټیګونه