د ایران سفارت د بغلان بم چاودنه وغندله
Oct 14, 2023 01:56 Asia/Kabul
ایسنا خبري اژانس راپور راکړ په افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار په امام زمان علیه السلام جومات کښې د پرون ورځې ترهګره حمله وغندله.
په کابل کښې د ایران سفارت په یوه پیغام کښې چې په ایکس اینټرنیټ پاڼې باندې یې خپور کړ په بغلان ولایت کښې د شیعه مسلمانانو په یوه جومات کښې بم چاودنې ته په اشارې سره ولیکل نن سبا سرزورو ټروریسټانو چې د امریکا او د صهیونیسټ رژیم له ملاتړونو څخه برخور دي د جمعې لمانځه په وخت د افغانستان د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کښې په امام زمان علیه السلام جومات کښې جنایت وکړ او یوشمیر بې ګناه لمونځ ګزاران یې شهیدان او ژوبل کړل.
په مزار شریف کښې د ایران د اسلامي جمهوریت کنسولګرۍ هم د بغلان بم چاودنه وغندله.
ټیګونه