په هرات کې بیا ځلې زلزله شوې
Oct 15, 2023 10:08 Asia/Kabul
نن په هرات ولایت کې د زلزلې د امله یو کس خپل ژوند د لاسه ورکړي او ۹۳ تنه ژوبل شوي دي.
نن سهار بیا ځلې د ۶ اعشاریه ۵ رېشتر په اندازه زلزله هرات ولایت لرزولی دی.
د هرات د ولایت ویاند مولوی نثاراحمد الیاس وویل چي په یاده زلزله کې د دې ولایت د نورآباد په سیمه کې یو نفر خپل ژوند د لاسه ورکړی او ۹۳ تنه ژوبل شوي دي.
هغه زیاته کړه چي د زلزلې زورورو تکانونو ته په کتو سره کېدایشي د مرګژوبلو شمېر نور هم زیات شي.
د تیرې اوونۍ د شنبې په ورځ هم په هرات کې سخته زلزله شوې وه چي د امله یې څلور نیم زرو کسانو ته مرګژوبله واوښته.
دا له ۱۹۹۸ میلادي کال نه را په دې خوا د افغانستان تر ټولو مرګونۍ زلزله بلل کیږي.
ټیګونه