طالبانو د جاپان د رغنده رول هرکلی وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i140356-طالبانو_د_جاپان_د_رغنده_رول_هرکلی_وکړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په کابل کښې د جاپان له پخواني او نوي سفیر سره په کتنه کښې وویل ټوکیو د افغانستان په بیا رغاونه کښې رغنده رول لوبولای شي.
(last modified 2023-10-22T11:49:38+00:00 )
Oct 22, 2023 16:16 Asia/Kabul
  • طالبانو د جاپان د رغنده رول هرکلی وکړ

زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په کابل کښې د جاپان له پخواني او نوي سفیر سره په کتنه کښې وویل ټوکیو د افغانستان په بیا رغاونه کښې رغنده رول لوبولای شي.

جاپان په هغو محدودو هیوادونو کښې راځي چې په افغانستان باندې د طالبانو ډلې له بیا واکمنیدا وروسته یې هم د دغه هیواد له خلکو سره مرستې نه دي بندې کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن  په ایکس اینټرنیټ پاڼې کې ولیکل د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په افغانستان کښې د جاپان له پخواني سفیر تاکاشي اوکادا او نوي سفیر تاکویوشي کورمایا سره په کتنو کښې ټینګار وکړ د دواړو هیوادونو تاریخي اړیکو ته په پام سره ټوکیو کولای شي د افغانستان په بیا رغاونه کښې رغنده رول ولوبوي.

سراج الدین حقاني دغه راز په تیرو دوو کلونو کښې د افغانستان له خلکو سره د جاپان د مرستو قدرونه وکړه.