نړۍ دې د یواړخیزې پریکړې پر ځاې د ډیپلماسۍ لاره غوره کړي
د د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د ملګرو ملتو د ځانګړي غږملوونکي په کتنه کښې وویل: نړیواله ټولنه او بین المللي سازمانونه دې د یواړخیزو پریکړو پر ځاې له افغانستان سره په سفارتي اړیکو او تفاهم باندې تمرکز وکړي.
د د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د ملګرو ملتو د ځانګړي غږملوونکي په کتنه کښې وویل: نړیواله ټولنه او بین المللي سازمانونه دې د یواړخیزو پریکړو پر ځاې له افغانستان سره په سفارتي اړیکو او تفاهم باندې تمرکز وکړي.
«سراج الدین حقاني» د ملګرو ملتو له ځانګړي غږملوونکي فریدون سنیرلي سره ملاقات او خبرې اترې وکړې.
حقاني په دغې کتنې کشې له نړیوالې ټولنې او سازمانونو وغوښتل چې د یواړخیزو پریکړو په ځاې دې له افغانستان سره تفاهم او سفارتي اړیکو ته پام وکړي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر په دغه ملاقات کښې د نړیوالې صلحې تامینول، د خبرواترو له لارې د مسائلو هوارول او بې پلویتوب د ملګرو ملتو دنده وبلله او ویلي یې دي چې په دې لړ کښې باید له افغانانو سره هم ضروري ګامونه پورته شي.
په دغه ملاقات کښې سینیرلي اوغلو هم وویل چې یوناما د نړیوالو اړیکو د پیاوړتیا، د افغانستان د بیارغونې او له نشه ایزو موادو سره په مبارزه کښې له افغانستان سره په بشپړه توګه ملګرتیا ته تیار دی.
هغه همداشان د افغانستان د اوسنیو ستونزو حل لاره، د نجونو په زدکړې د محدودیتونو ختمیدل او د افغانستان له خاورې د نورو هیوادنو خلاف د ګواښونو مخنیوی بللی دی.
دا په داسې حال کښې دي چې ملګرو ملتو تراوسه د افغانستان دائمي کرسۍ طالبانو ته نه ده ورکړې او په دغه نړیوال ارګان کښې تراوسه د افغانستان د تیر حکومت استازی کار کوي.
له بلې خوا په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنیدو وروسته په دوو کالو کښې تراوسه هیڅ هیواد د دغې ډلې موقته حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی او په نړیوال ډګر کښې په رسمیت د پیزندل کیدو لپاره یې ورته د ټولشموله حکومت د جوړولو په شمول یوشمیر شرطونه ایښي دي.