طالب چارواکي د افغان کډوالود ویستلو په اړه د مهلت غوښتنه لري
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو کونسلر عبدالجبار تخاري ویلي چې دوی له پاکستان د افغان کډوالو د ویستلو د مهلت غځیدو غوښتنه لري.
د طالبانو چارواکي وایي چې د پاکستان له وروستیو فشارونو سره تر ۱۲۰ زرو پورې افغان کډوال له دغه هېواده ویستل شوي.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو کونسلر عبدالجبار تخاري ویلي چې دوی له پاکستان د افغان کډوالو د ویستلو د مهلت غځیدو غوښتنه لري.
د هغه په وینا، که پاکستان دغه مهلت اوږد کړي، افغان کډوال به په منظمه توګه د وتو چانس پیدا کړي.
د طالبانو چارواکو ویلي، چې د ننګرهار په لالپوره ولسوالۍ کې یې د دغو کډوالو لپاره یو موقته کیمپ جوړکړی.
په ورته وخت کې افغانستان ته ستانه شوي افغان کډوال د مرستو له کموالي شکایت لري او د دوی ستونزو ته د پاملرنې غوښتنه لري.
پاکستان یوه اونۍ نور افغان کډوالو ته وخت ورکړی چې له دغه هېواده ووځي.
د پاکستان چارواکي وایي چې ۱،۷ میلیونه افغانان په غیرقانونی ډول د په پاکستان کی ژوند کوي او په ډیرو ترهه ګرو حملو کی د دوی لاس درلودل هم ثابت شوي دي .