د ایران او افغانستان ترمینځ د اقتصادي ملګرتیا د پنځو تفاهم نامو لاسلیکیدا
ایران او افغانستان د اړیکو د پراختیا لپاره له ډيرو ظرفیّتونو برخمن دي او چابهار بندر د عمان سمندر له لارې له نړیوالو بازارونو سره د افغانستان د تجارتي او ټرانزیټي ارتباط ټينګوي او له ارتباطي انزوا څخه ددغه هیواد د وتلو لپاره استثنائي فرصت برابروي.
د ایران اسلامی جمهوریت ته د افغانستان د طالبانو د حکومت د اقتصادي پلاوي په سفر کې د مختلفو مځکنیو نړیوالو ټرانسپورټي،هواي چلند، د اصفهانو د فولادو دکارخانې (سټیل میل) او دآزادو سیمو په زمینو کې د اقتصادی ملګرتیا پنځه تفاهم نامې لاسلیک شوې.
د افغانستان د طالبانو د حکومت د مشر اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر چې ایران ته په سفر کې ئې د پلاوي مشري په غاړه درلوده، د چابهار نړیوال بندر دلیدو په وخت ئې هم ددغه بندر له لارې د افغانستان د صادراتو او وارداتو د زیاتیدا په ضرورت ټينګار وکړ او له ایرانه ئې وغوښتل د چابهار بندر له لارې دې دافغانستان د تجارت لپاره لاآسانه لاس رسی برابر کړي.
ایران او افغانستان د اړیکو د پراختیا لپاره له ډيرو ظرفیّتونو برخمن دي او چابهار بندر د عمان سمندر له لارې له نړیوالو بازارونو سره د افغانستان د تجارتي او ټرانزیټي ارتباط ټينګوي او له ارتباطي انزوا څخه ددغه هیواد د وتلو لپاره استثنائي فرصت برابروي.
د افغانستان د چارو یو کارپوه اسد ا... بشیر په دې باب وائي ، دایران اسلامی جمهوریت تل په ټولو اقتصادي او تجارتي برخو کې دافغانستان یو ممتاز شریک دی.د ایران دریلي پټلۍ له لارې نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د تاجرانو او سوداګرانو له لاس رسي سره په یووخت سرحدي بازارچو هم په حقیقت کې د افغانستان په وړاندې د تجارت او ټرانزیټ دنیا پرانستې ده.
له دې امله چابهار ته د ملابرادر په سفر پسې د ملاصیب ددفتر په اعلامیې کې راغلي دي،چابهار بندر په سټراټژيک موقعیّت سره،افغانستان ددې جوګه کوي،څو له نړیوالو بازارونو سره نوي تجارتي او ټرانزیټي ملګرتیاوې رامینځةکړي ، او په عین حال کې په لاکم لګښت او وخت سره له دغو بازارونو سره یوځای شی.
ایران او افغانستان په یوې تمدني حوزې کې واقع دي ، ایران تل په سیمه ایز اونړیوال ډګر کې د افغانستان تر ټولو لوي ملاتړی دی . له دې امله د افغانستان په بدلونونو کې له ډیرو ټيټو هسکو سره سره ، تهران او کابل د مناسباتو په پراختیا کې مخ په وړاندې مناسبات درلودلي دي چې تهران ته د طالبانو د اقتصادي اوتجارتی پلاوي سفر ددغه واقعیّت تائيد دی.
د افغانستان د چارو یو بل کارپوه امین فرجاد هم په دې باب وائي،ایران او افغانستان د تجارتي مبادلاتو اندازه له تجارتی ظرفیّتونو سره سره کابو دوه میلیارډ ډالره عنوان کیږي چې هیڅکله هم د قانع کیدا وړ نه ده.البته ددواړو خواؤ دمناسباتو زیاتره برخه په غیر رسمي توګه او د قاچاق له لارې ترسره کیږي ، چې باید ورسره دمقابلې لپاره کومه لاره چاروه ولټول شي.
په هرحال تهران ته د افغانستان د طالبانو د حکومت د ریس الوزرا داقتصادي مرستیال ملاعبدالغنی برادرد سفر په باب د ملاصیب ددفتر اعلامیه ددغه سفر د بریالیتوب ښودنه کوي، په تیره بیا دا چې ټینګار شوی دی د ایران اسلامی جمهوریت ملاعبدالغنی برادر ته ددغه بندر له لارې دافغانستان د تجارت دپیاوړتیا لپاره د خپل ملاتړ او نیّټ په باب ډاډ ورکړی دی ،ځکه چې د طالبانو په اعتقاد،له چابهار بندر سره د افغانستان ټرانزیټي ګنډل کیدا د اروپا ،مینځني ختیځ ،هندوستان او چین بازارونو ته دلاس رسي امکان برابروي او په نتیجې کې دافغانستان نړیوالې اړیکې پياوړي کوي.
په دې مینځومیان کې د غه بندر دافغانستان او هندوستان د کنډلو کړۍ ده چې نړیوالو بازارونو ته د هند سمندر له لارې دافغانستان د لاس رسي امکان برابروي . دسیمه ایزو ملګرتیاؤ او مبادلاتو په اساس دوه اړخیز ارتباط اوو ملګرتیاوې باید ټولشموله او ددواړو لورو د اړتیاؤ او تمو ځواب ویونکي شي، چې بې شکه طالبان به ئې په رعایتولو سره د دوو اړخیزو مشکلاتو په تیره بیا د اقتصادی ملګرتیاؤ په پراختیا کې د سرحدي سیمو د مشکلاتو له حل سره مهمه مرسته کوي.