د افغانستان په هرات کښې نن بیا زلزله راغلي ده
Nov 12, 2023 10:49 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د هرات ولایت په «زنده جان» ولسوالۍ کښې نن یوځل بیا څلور اعشاریه دوه ریشټره زلزله راغلي ده.
له دې مخکې هم دریو زلزلو چې څه د پاسه شپږ ریشټره وې هرات ولایت لړزولی و.
دغه درې زلزلې د روان میلادي کال اکتوبر د میاشتې له اومې نیټې څخه تر پینځلسمې نیټې پورې راغلي وې او شپږ اعشاریه درې ریشټره وې.
هرات ولایت او ګاونډیو سیمو کښې د زلزلې څه د پاسه شل ټکانونه راغلي وو او د ملګروملتونو د راپور پراساس یواعشاریه شپږ میلیونه کسان اغیزمن کړي دي.
ننۍ زلزله د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ په دیرش کلومیټرۍ او د غوریان او د رباط سنګي ولسوالیو په شپږدیرش کلومیټرۍ کښې راغلي ده.
ټیګونه