چین د افغانستان روغتیا پالانو ته روزنه ورکوي نور راپور کښې لرو
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د چين هېواد لخوا د سل تنو روغتياپالانو د روزنې خبر ورکړی .
د عامې روغتيا وزارت د ظرفيت لوړولو او اداري پراختيا رئيس ډاکتر عبدالجبار حيدر وايي، د چين هيواد د متخصصينو په مرسته سل تنه افغان روغتيا پالان په انلاين ډول روزل شوي او دا لړۍ لا روانه ده.
نوموړی زياتوي چې د افغانستان په ۳۴ ولايتونو کې د انلاين زده کړو او ظرفيت لوړولو لپاره هڅې روانې دي.
ښاغلی حيدر وايي، په دې ورستيو کې لسګونه افغان روغتيا پالان په راډيولوژي برخه کې هم روزل شوي او له هيواده بهر له افغان ډاکټرانو سره ددوی د بېرته راستنولو په برخه مشورې روانې دي.
نوموړی زياتوي په لومړي ځل د افغانستان څلور ديرش ولايتونو کې د ټريننګونو د ضرورت سروی تر سره شوې او عملي کار ورباندې روان دی.
په همدې حال کې ددې وزارت د بهرنيو اړيکو رئيس مولوي محمد داود منصوري وايي، چې ګڼ شمېر افغان ډاکټران د تخصصي زده کړو د ترلاسه کولو په موخه بهرنیو هېوادونو ته لېږل شوي؛ تر څو په راتلونکي کې په کور دننه د ناروغانو درملنه ترسره کړي.
ښاغلی منصوري زياتوي له ګڼو نړیوالو مؤسسو سره په روغتیايي برخه کې ښه همغږي شتون لري او په ګډې همغږۍ سره تر ډېره روغتیايي ستونزې حل شوي دي او د حل کېدو په حال کې دي.
ښاغلي منصوري څرګنده کړه په بهرنیو هېوادونو کې مېشت افغان ډاکټرانو سره په انلاین او حضوري بڼه جلسات ترسره شوي، او هغوی ته بلنه ورکړل شوې چې په خپل هېواد کې د خپلو هېوادوالو درملنه ترسره کړي.
چارواکي په داسې حال کې د روغتيا په برخه کې د پرمختګونو خبر و کوي چې هره ورځ په سلګونو ناروغان ګاونډيو او نورو هیوادونو ته د درملنې لپاره ځي.