په ننګرهار کې چاودنې له امله یو تن وژل شوی
Nov 16, 2023 12:00 Asia/Kabul
د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله یو تن وژل شوی او یو بل ټپي دی.
د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله یو تن وژل شوی او یو بل ټپي دی.
د افغانستان د شفقنا خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن سهار د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ مربوطاتو کې شوې ده.
سیمه ییزو طالبانو د دغه چاودنې پخلی کړی خو د پېښې د رامنځته کېدو په اړه یې وضاحت ندی ورکړی.
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغې ترهګرې چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
ټیګونه