نیمروز ولایت کې یو افغان ځوان په ډزو وژل شوی دی
د افغانستان په نیمروز ولایت کې یو افغان ځوان د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
د افغانستان په نیمروز ولایت کې یو افغان ځوان د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
د افغانستان د خلکو د امنیت د تامینولو په اړه د طالبانو د حکومت له ادعاوو سره سره د دغه هیواد په بیلا بیلو سیمو کې ترهګریزې او جنایتکارې کړنې دوام لري.
د افغانستان د شفقنا خبري آژانس د راپور له مخې؛ دغه افغان ځوان د ۵ شنبې په ورځ د نيمروز ولايت د مرکز زرنج ښار په نادعلي سيمه کې ووژل شو.
تر اوسه د دغه ځوان هويت او د هغه د وژنې عاملين نه دي په ډاګه شوي.
د چهارشنبې په ورځ هم د افغانستان په کندهار ولایت کې یو افغان ځوان په مرموز ډول ووژل شو، دغه راز د دغه هېواد په ختیځ ننګرهار ولایت کې د چهارشنبې په ورځ د یوې چاودنې له امله یو تن وژل شوی او بل ټپي دی.
په ورته وخت کې په کابل کې د طالبانو د پولیسو ویاند "خالد ځدراڼ" اعلان وکړ چې په تېرو شپږو میاشتو کې په کابل کې د قتل او وسلو د قاچاق په ګډون څه باندې دوه زره جنايي پېښې ثبت شوې دي.