Nov 18, 2023 04:38 Asia/Kabul
  • کورنیو چارو وزارت کې څه باندې ۲ زره ښځینه دنده لري

د افغانستان په کورنیو چارو وزارت کې شاوخوا دوه زره ښځینه کارکوونکې په کار بوختې دي.

د افغانستان په کورنیو چارو وزارت کې شاوخوا دوه زره ښځینه کارکوونکې په کار بوختې دي.

د تسنیم خبری آژانس د خبر له مخې، د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزارت ویندوی «عبدالمتین قانع» د جمعې په ورځ وویل: دغه ښځینه کارکوونکې د پاسپورت په ریاست، عامه خدمتونو، پوستو او د  کورنیو چارو وزارت په نورو څانګو کې کار کوي.

قانع زياته کړه چې د پوليسو په ليکو کې د ښځو شتون اړينه ده، په ځانګړې توګه د کورنيو چارو وزارت د امنيتي او تفتيش په څانګو کې.

خو د پوځي چارو کارپوه صادق شینواري د افغان ښځو شتون کموالي ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د افغانستان خلکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره باید د ښځینه ځواکونو شمېر زیات شي.

 

ټیګونه