په افغانستان کې هېڅ بهرني پوځي ته اجازه نه ورکوو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i141888-په_افغانستان_کې_هېڅ_بهرني_پوځي_ته_اجازه_نه_ورکوو
د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ټرمپ د خبرو په غبرګون کې ویلي؛ په افغانستان کې هېڅ بهرني پوځي ته اجازه نه ورکوي.
(last modified 2023-11-21T06:14:29+00:00 )
Nov 21, 2023 09:27 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې هېڅ بهرني پوځي ته اجازه نه ورکوو

د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ټرمپ د خبرو په غبرګون کې ویلي؛ په افغانستان کې هېڅ بهرني پوځي ته اجازه نه ورکوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د بګرام هوايي ډګر د کنټرول په اړه د امریکا د پخواني ولسمشر ټرمپ د څرګندونو په اړه غبرګون کې وویل: «ټرمپ دا مهال یو عام وګړی دی، هېڅ سیاسي دریځ نه لري.

هغه زیاته کړې، موږ به هېڅکله اجازه ورنه کړو چې افغانستان د سترو قدرتونو د رقابت ځای شي.

د طالبانو ویاند ټینګار وکړ: په افغانستان کې د کوم هېواد پوځي شتون د منلو وړ نه دی او موږ یوازې د نړۍ له هېوادونو سره د سیاسي تعامل په لټه کې یو.