د طالبانو د کرنې وزارت لوړ رتبه پلاوی ازبکستان ته ولاړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i141898-د_طالبانو_د_کرنې_وزارت_لوړ_رتبه_پلاوی_ازبکستان_ته_ولاړ
د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ يو پلاوی د ازبکستان هېواد ته سفر کړی.
(last modified 2023-11-21T07:33:39+00:00 )
Nov 21, 2023 11:37 Asia/Kabul

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ يو پلاوی د ازبکستان هېواد ته سفر کړی.

د دې سفر موخه د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پانګوالو ترمنځ د اړیکو او همغږۍ پیاوړتیا او د کرنې او مالداۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پراخول ښودل شوي.

ټاکل شوې چې ياد پلاوی د دغه سفر په ترڅ کې د ازبکستان د اوبولګولو وزارت له چارواکو سره وګوري او د دوه اړخیزو همکاریو ځينې تړونونه لاسلیک کړي.

ويل کېږي چې دواړه لوري به د غنمو او پنبې د اصلاح شویو تخمونو، د بڼوالۍ پراختیا، د کارکوونکو وړتیا لوړولو، د افغانستان په وچو او شاړو ځمکو کې پانګونې او په یوشمېر نورو برخو کې خبرې اترې وکړي.

دا په داسي حال کې ده چې څه موده وړاندې د ازبکستان مرستیال ولسمشر او ورسره پلاوي افغانستان ته سفر کړی وو او په سوداګرۍ او يو شمېر نورو موضوعاتو يې خبرې وکړې.